د پټان د ګمرک رییس تښتول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا د پټان ولسوالۍ د ګمرک رییس ناپيژانده وسله والو تښتولی دی.
د څمکنیو ولسوال آزاد خان وايي، چې د پټان ګمرک رییس عبدالفتاح نن غرمه مهال د څمکنیو ولسوالۍ په نوزې سیمه کې له خپل یو ساتونکي سره تښتول شوی دی .
نوموړی وایي د ګمرک رییس له مرکز ګردیزه پټان ولسوالۍ ته په لاره وه.
د ولسوال په خبره، کېدې شي عبدالفتاح غلو تښتولی وي خو دوی یي د ژغورلو عملیات پيل کړي دي.
عمران احمدزي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply