د پوځ ۱۰۰۰ سرتیري د لومړنیو نظامي زده کړو فارغ شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د فاع وزارت څخه خپره شوي اعلامیه کې راغلي، چې د دغو سرتېرو د فراغت مراسم تېره ورځ کابل کې محاربوي تعلیماتو ګډه قوماندانۍ کې تر سره شول.
اعلامیه وايي، چې پدې مراسو کې د پوځ لوی درستیز د لومړۍ مرستیال ډګرجنرال اقبال علي نادري او د دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
اعلامیه زیاتوي، چې د پوځ سرتېرو د ۱۲۱ اونیو په لړ کې په سختو شرایطو کې لومړنۍ پوځي زده کړې وکړې او اوس چمتو دي چې هېواد دښمنانو پر وړاندې دریږي او ساتنه یې وکړي.
اعلامیې د لوی درستیز لومړي مرستیال د خولې لیکلي:« د ملي پوځ ځواکونه د ویاړلې او باعزته سولې غوښتونکي دي، مګر د دښمن د هرډول بد نیت او کړنو پر وړاندې به ودرېږي او پرې به نږدي څو ترهګر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورسوي.»
ټاکل شوې دغه سرتېري د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره ځای پر ځای شي.
دغو سرتېرو چمتووالی ښودلی چې د افغانونو خوندیتوب لپاره به خپلې سینې سپر ګرځوي او د افغانستان له دښمنانو سره به د مبارزې په ډګر کې هرډول هڅه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments