د پولیو واکسین پيل شول

comments 0

هندوکش – کابل: شپږ نیم میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دي نن ورته د پولیو یا ګوزڼ واکسین ورکول کیږي.
په دغه درې ورځني کمپاین کې تر ډيره هڅه کېږي د هغو سیمو ماشومان واکسین شي چېرته چې د ګوزڼ پېښې ثبت شوي دي.
ها خوا رسیدلي راپورونه وايي، هلمند کې د ناامنیو له امله ددې امکان شته چې شپیته زره ماشومان له واکسین بې برخې شي.
افغانستان د اسیا له هغو ګوتو په شمار هېوادونو دی چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس پېښې شته.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments