د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

comments 0

د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوېهندوکش – کابل: د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تیره شپه د پنځو ولایتونو د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس د لغمان، کاپيسا، پنجشیر، زابل او نیمروز پایلې ولوستې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې قادر قلاتوال، حمیدالله توخي او زهرا توخي له زابل نه کامیابه شوي.
منیر تره خیل، محمدرفیع مموزی، محمدعالم قرار او زیفنون صافۍ د لغمان مخکښ کاندیدان دي.
میردادخان نجرابي، حیدرافضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام هم له کاپيسا څخه په ابتدايي لېست کې راغلي.
په پنجشیر کې زلمی نوري او راحله سلیم بریالي شوي او فریده احمدي او ګل احمد میرزاد هم له نیمروزه تر نورو مخکې دي.
تردې مخکې د ډایکندي، بامیان، جوزجان، فراه او ارزګان ابتدایي پایلې هم اعلان شوې وې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي بدیع صیاد د رأیو د شمېرلو په اړه د شفافیت د کارونې ډاډ ورکړ او ویې ویل، که خلک د ټاکنو په پایلو شکایت ولري کولای شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments