د پنټاګان سرمفتش: لا هم طالبان د القاعده سره اړیکې لري

comments 0

هندوکش ــواشنګټن: د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت سرمفتش راپور ورکړی هېڅ باور نشته چې طالبانو دې د القاعده په ګډون له ترهګرو سازمانونو سره د روابطو د بندیدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي وي.
د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې چې د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹ نیټه په قطر کې لاسلیک شوه، طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده سره به خپل روابط بندوي.
د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش د دفتر سرپرست شان اواونل په دغه درې میاشتنې یا ربع وار راپور کې چې د کانګرس لپاره چمتو شوی، لیکلي چې: “د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د امریکايي قواوو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) دواړو راپور ورکړی چې طالبانو د القاعده ملاتړ ته دوام ورکړی او حتی پر افغان پوځیانو د بریدونو لپاره له یو بل سره همکاري کوي.”
د امریکا دفاع وزارت د جولای په لومړی نیټه په خپل راپور کې چې کانګرس ته یې لیکلی وو څرګنده کړې وه: “القاعده د هند په نیمه وچه کې د تل په شان د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره همکاري کړې ده او له هغوی ملاتړ کوي څو افغان حکومت ته زیان ورسوي او د امریکا پوځیانو او په سیمه کې غربي اهداف په نښه کړي.”
د ملګرو ملتونو سازمان هم د روان کال په جون میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې طالبانو له امریکا سره د خبرو په جریان کې له القاعده سره مشوره کړې او له هغې ترهګرې ډلې سره یې د خپلو روابطو د دوام او بقا په اړه ډاډ ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې د استخباراتي سرچینو له موندنو داسې ښکاري چې طالبان له القاعده سره د مخالفت پر ځای، له هغې ترهګرې ډلې سره روابط پیاوړي کړي دي.
فکور نعیمي

Comments