د پنجاب پرضد به د پښتنو لاریون بریالی کیږي

comments 0

ندوکش -پاکستان: د پاکستان حکومت د منظور پښتین د نیولو امر کړی دی، خو له دې امر وروسته پښتانه د پآکستان په ریاست لا ډیر غوصه شوي دي.
منظور پښتین، چې پاکستان کې د پنجاب پر وړاندې د جوړ شوي ستر خوځښت مشري کوي، پنجاب حکومت تورن کړی، چې پاکستانیو ځواکونو ته یې سپکاوی کړی.
له دې سره د لوی افغانستان خوځښت مشر مشال خان ټکر وايي، د پنجاب ضد لاریون به بریالی کېږي او هغه پښتانه چې د لاریون پر وړاندې خنډونه جوړوي، پنجاب ته دې لاړ شي.
تازه په بلوچستان کې د پآکستان د وروستي امر په تړاو ډاکټرانو اعتصاب کړی او د پاکستاني ریاست پروړاندې یې کاربندیز کړی دی.
هلته پښتانه وایي، تراوسه یې د پنجاب ظلمونه زغملي او اوس به تر هغې اعتراضونو ته دوام ورکړي چې عدالت ورته ورسیږي او یا ازادي واخلي.
دادان وزیری

Comments