د پنجابیانو خوب تښتیدلی

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
پاکستان باندې اوس هغه ورځې راغلي چې د نورو لپاره به یې غوښتلې، د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول ای ایس ای چې زیاته برخه یې د پنجابیانو په اداره کې ده د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ په خپل کور کې کلونه پښتون خوځښت ځپلی او د دې پلان د تطبیق لپاره یې له بیلابیلو لارو کار اخیستی دی.
پاکستان چې اوس نړۍ ته د ترهګرۍ په ملاتړ بدنام شوی، ټولې هغه برنامې یې د سقوط سلګۍ وهي د راتلونکو څو نورو کلونو لپاره یې د بل د بربادۍ او خپل خیر! لپاره برابرې کړې وې.
پاکستان کې اوس پښتانه پوه شول چې ای ایس ای یې په توطیو کې له منځه وړي او په تدریجي ډول یې له هر څه خلاصوي چې راتلونکي نسلونه یې عمري د پنجاب غلامان پاتې شي، خو اوس چې کوم خوځښت هلته پښتنو پيل کړی د پآکستان او په ځانګړي ډول د پنجاب خوبونه یې تښتولي دي.
دا خوځښت وروسته له هغې پيل شو چې د کراچۍ په لوی ښار کې پښتانه د یو خاص پلان له مخې وژل کیدل او بیا به یې نور پرې د ترهګرو ایښوده، د نقیب محسود قتل یې پلمه شوه او پښتانه سره په اتفاق د عدالت غوښتنې میدان ته راووتل.
دا به په خپل ډول کې لومړۍ ځل وي چې پښتانه په دومره لویه کچه په اسلام اباد او پيښور کې سره راټولیږي، تر دې وړاندې پښتون یو ـ یو ګرځیده چې هر کله د ای ایس ای تر برید لاندې راتلی شو، خو اوس چې په اتفاق د عدالت غوښتو لپاره راوتلي د پنجاب ټولې برنامې یې له خطر سره مخ کړي چې د پښتنو د بربادۍ لپاره یې جوړې کړې وې.
کلونه وړاندې پاچاخان د پښتنو لپاره همدا ارمان کړی چې عدم تشدد مبارزه وکړي او خپل حق ترلاسه کړي، خو نن لکه چې د پاچاخان ارمان په ګور کې پوره کیدونکی دی، پښتانه په سلګونه زره له کوره بیرونه د عدالت غوښتنې لپاره راوتلي او د پنجاب حکومت یې وارخطا کړی دی.
پاکستان کلونه پښتانه یو او بل ځای وکارول او پنجاب یې پرې جوړ کړی، کلونه یې پښتانه (سب سی پهلی پاکستان) تر شعار لاندې کشمیر کې له هند سره وجنګول او خپل پوځ یې وساته، کلونه یې د پښتنو له سیمو عواید یوړل او لاهور او پنجاب کې یې پرې موټروی او نور رغنیز کارونه وکړل، خو پښتون میشتې سیمې اوس هم برښنا، ښوونځی او کلنیک نه لري.
د دې ټولو لپاره که څه هم کوزه پښتونخوا کې ځینو مبارزینو غږ پورته کړی، خو دا غږ نه دی درګه شوی او په ستوني کې ټپ شوی، یا مبارز قتل شوی او یا له وطنه تېښتې ته اړ شی دی.
خو اوس هر څه بدل ښکاري، اوس چې په لویه کچه پښتانه عدالت غوښتو پسې راوتلي، دا غږ ژر نه شي بندیدلی، که څه هم پاکستان کې میډیا د پنجاب او ای ایس ای لاس کې ده او د پښتنو غږ ته انعکاس نه ورکوي، خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې دا غږ تر هر چا رسیږي.
پاکستان حکومت اوس له معترضو پښتنو سره په دې معامله کوي چې د نقیب محسود قاتل پولیس به محاکمه کړي، خو نه پښتون معترض ورسره منلې او نه یې باید ورسره ومني، ځکه یواځې همدا قاتل پنجابی پولیس نه دی چې نقیب محسود یې وواژه ، د دې تر څنګ سلګونه نور پښتانه په یو او بل نوم وژل شوي چې تراوسه یې چا پوښتنه هم نه ده کړې.
پښتنو ته پکاره ده چې اوس یې ډیر لوی کار کړی او ښه فرصت په لاس ورغلی، یا دې ازادي واخلي او یا دې په یو نړیوال تضمین سره د پنجاب له حکومت ژمنه واخلي چې پښتانه به د پاکستان په حکومت کې د پآم وړ ونډه لري او هغه اسانتیاوې چې پنجاب او سند یې لري، باید پښتانه یې هم ولري.
خو په پنجاب بیا هم باور نه شي کیدلی، پښتنو ته ښه لار همدا ده چې یا د لوی افغانستان یوه برخه شي او یا له پاکستان څخه خیبر پښتونخوا او بلوچستان ازاد کړي او پنجاب پریږدي چې څنګه له ګاونډیو هېوادونو ځان ګټي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply