د پلان کتابچه/ اناهیتا روهي

comments 0

ځواني یې کټ مټ زما د وطن د ونو په شان ده. لوړه، جګه، خو هماغسې کږه وږه، وچه، بې ښکلا او بې طراوته. په لیدو مې یې داسې فکر وکړ لکه ده چې هم د اوږدو کلونو جګړه زغملې وي. مور یې راوپېژند او ویې ویل: زما مشر زوی، مارسېل! د مارسېل په لیدو مې په زړه کې څړیکه تېره شوه. د ده په اړه مې ډېر څه د ده له موره چې د څو کلونو راهیسې ورسره پېژنم اورېدلي وو، خو لیدلی مې نه و. دی۴۶ کلن دی. دوه ماشومان لري. له مېرمنې بېل دی خو په یوه کور کې سره اوسېږي. مېرمن یې درې سپي لري او دی د سپیو له ویښتانو کرکه کوي. له درې کلونو راهیسې د عصبي رشتو د فلج کېدا په ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته ویلي دي چې د دې ناروغۍ اوږده موده پېنځه کاله ده. معنا دا چې پېنځه کاله وروسته ژوند ختم، عصبي رشتې څه چې له ده سره تړلې هره رشته ختمه.
کرسمس ته لا وخت پاتې دی. مور یې ده ته نه دي ویلي، خو د ده لپاره یې سر له اوسه ټول کور په څراغونو سینګار کړی دی. په دې ورځ خړې وریځې خورې وې، اسمان تیاره غوندې و. مور یې څراغونه ولګول، رنګه ګروپونو، خړې ورځې ته هم ښکلا ورکړه. مارسېل ماته مخ راواړوه او ویې ویل، ته له یوه جګړه ځپلي هېواد څخه راغلې یې. تا به ډېر داسې څه لېدلي وي چې زموږ خلک یې دلته نه پېژني. لوږه، تنده، جګړه، هره ورځ مرګونه، دا هغه څه دي چې زموږ اوسنی نسل یې یوازې د ژورنالستانو له خولې اوري.
مور یې قهوه او کیک راوړ، مارسېل غلی شو. د سترګو نظر یې په داسې یو څراغ تم شو چې شېبه شېبه یې رنګ بدلېده. بیا یې وویل، ستاسو په ملک کې د جګړې له وجهې هره ورځ په سلګونو تنه مړه کېږي، ایا ته له داسې چا سره مخ شوې یې چې له مرګه مخکې یې هیلې مړې وي؟ ما لا ځواب نه و ورکړی چې بیا یې وویل، زما له وړکتوبه هر کار ته بیړه وي چې تر نورو یې مخکې تر سره کړم، او ژر یې نتیجه ووینم. زه خپل پلانونه ټول په یوه کتابچه کې لیکم. نن سهار مې پام شو چې په کتابچه کې مې یوازې دوې پاڼې پاتې دي. حیران شوم چې دا کتابچه زما تر پلانه هم مخکې را ډکه شوه او اوس چې د مور کور ته راغلم، دلته کرسمس هم زما تر پلانه مخکې راغلی دی. و به ګورو چې سږ کال څومره خبرې نور له پلانه مخکې عملي کېږي.
د مور سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. ماته په زړه کې راوګرځېده چې له مرګه خو هېڅوک هم نه خلاصېږي. تا ته خو نه د ډاکټر کمی شته او نه هم د دوا. ته که ځورېږې نو خپلې پلان کتابچې ته به ځورېږې، دې ته خو نه ځورېږې چې کې زه نه وم زما یتیمان به څنګه کېږي. راشه زما د وطن د بچو حال وګوره چې هم به یې په مرګ وژاړې هم په ژوند…

Comments