د پسرلي جګړې لپاره چمتووالی نیول کیږي

comments 0

هندوکش – امریکا: بهرنیو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې د امریکا سمندري ځواکونه به افغان ځواکونو ته د پسرلي جګړې لپاره روزنه ورکړي.
امریکایي چارواکو د دغې روزنې موخه دا ده چې افغان ځواکونو وکولی شي د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
د سمندري ځواکونو یو قومندان، رابرت والترز ویلي چې دغه روزنې به افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې کامیابۍ ته ورسوي.
د امریکا د پوځ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو موده وړاندې پنټاګون ویلي وو چې د پسرلي جګړه کې به خپله ونډه زیاته کړي او د افغان ځواکونو روزنې به چټکې کړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply