د پاکستان یو پلاوی کابل ته راځي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اوونۍ کابل ته راشي.
ویل کېږي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به راتلونکې شنبې ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په رسمي بلنه په یوه ورځیني سفر کابل ته راشي.
قریشي به په دغه یوه ورځيني سفر کې له ولسمشر غني سره هم وګوري او ولسمشر ته به پاکستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړي.
قریشي داسې مهال افغانستان ته راځي چې تر دې د مخه د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز پاکستان ته تللي وو او له ترهګرۍ سره په مبارزه یې خبرې کړې وې.
له پآکستان تمه ده چې افغان حکومت سره د اړیکو جوړولو او پاللو لپاره د عمل پلان باندې عمل وکړي او د ترهګرو پرضد مبارزه کې رښتنې اقدام وکړي.
دادان وزیري

Comments