د پاکستان یوې محکمې ۸۶ کسان هریو په ۵۵ کاله زندان محکوم کړل

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: ټول هغه کسان چې محکمې د زندان حکم ورباندې کړی په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند کارکوونکي یا ملاتړ کوونکي دي.
د پاکستان یوې محکمې ۸۶ کسان هر یو په ۵۵ کاله زندان محکوم کړل. دوی د یوې عیسوۍ ښځې، اسیه بي بي د ازادۍ د خبر تر خپرېدو وروسته په له تشدده ډکو مظاهرو کې د ګډون په جرم په زندان محکوم شوي دي.
په راولپنډۍ کې د تروریزم ضد محکمې د جنورۍ په ۱۶مه، وروستی حکم اعلان کړ.
د هغوی د محاکمې جریان تر یوه کال زیات وخت ونیوه.
پر اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي تور پورې شوی و خو کله چې پر هغې لګېدلي تورونه بې اساسه ثابت شول، محکمې یې د خوشې کولو حکم وکړ.
ټول هغه کسان چې محکمې د زندان حکم ورباندې کړی په پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند کارکوونکي یا ملاتړ کوونکي دي.
تحریک لبیک پاکستان یوه سخت دريځه اسلامپاله ډله ده. دې ډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیه بي بي د ازادۍ د حکم پر ضد په ټول پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.
فروزان سیرت

Comments