د پاکستان کوټې ښار پر پولیسو برید شوې

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان آپزرور ورځپانه لیکي چې د په کوټه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر چې د تیریدو په حال کې وه چاودنه شوې.
ورځپاڼه لیکي چې چاودنه د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د یوې امنیتي پوستې ترڅنګ رامنځته شوې ده .
سیمه کې پولیس وایي چې چاودنه د کوټې د سریاب مل په سیمه کې د پولیسو د موټر د تیریدو پر مهال رامنځته شوه .
د یادې سیمې پولیس وایې چې ملکي خلکو ته په دې چاودنه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د پولیسو دوه تنه ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه میاشت کې پاکستان کې داسې پیښې تر لسو زیات ترسره شوي چې ډیرې پولیس پکې وژل شوي دي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply