د پاکستان پوځ ۱۱ تنو ته پکتیکا کې مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پاکستان پوځ پر سرتیر چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او پنځه تنه تپیان شوي دي.
یاد برید د پکتیکا، ګومل ولسوالې په رادان سیمه کې شوې ده.
پکتیکا کې ځایې چارواکي وایي چې : پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو او دلته پرې چاودنه شوې ده.
سیمه ییز خلک وایي چې: پر پاکستاني پوځيانو یاده چاودنه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.
دوې وایي چې، د پاکستان پوځ شپږ کسه يې وژل شوي او پنځه نور يې زخميان وو.
په دې اړه بیا تر اوسه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او پوځي رسنې څه نه دي ویلي.
یاده دې ویې چې تردې مخکې طالب وسله والې ډلې روسي سلاکاران پکتیکا په ګدون خوست او نیمروز ته هم سلا او مشورو لپاره وړې وو چې افغان حکومت یې پر وړاندې اندیښنه وښوده.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply