د پاکستان پوځ ترهګر دی، که عوام ؟

comments 0

د پاکستان پوځ په وروستیو کې خپلو عوامو ته د ترهګرو په سترګه ګوري او په داسې اقداماتو يې لاس پورې کړی چې د دین اساسات پکې له منځه تللی شي.
پوځ فکر کوي چې ټول هغه کسان ترهګر دي چې نسبت نورو ته په خپل دین او مذهب کلک ولاړ دي او د دې خلکو د مخنیوي او ځپلو لپاره یې کسان ګمارلي چې څنګه کیدای شي، یا یې د دوی په تګلاره (بي دیني) برابر کړي او یا یې له منځه یوسي.
د پاکستان پوځ د ترهګرو په روزنې او تمویل باندې د پاکستان عوام ووژل، د سیمې هېوادونو کې یې کلونه پروژيي جګړې پرې وکړې، نړۍ ته یې ټول پاکستان بدنام کړی او اوس چې هر ځای د پاکستان نوم اخیستل کیږي د ترهګرو شک پرې کیږي.
تاسو به خبر یاست چې په دې وروستیو کې سعودي عربستان په دې کار کاوه چې پاکستاني وګړي له خپل هېواد وباسي، ځکه د پوځ ناسمو پالیسو په عربي او خلیج هېوادونو کې ټول پاکستاني وګړي بدنام کړل چې ګنې له یو سره ترهګر دي.
د پآکستان څارګره اداره چې له پوځ سره یو ځای کار کوي، ځانګړي کسان روزي، نورو هېوادونو ته یې لیږي او هلته د ځانمرګو بریدونو پلان ورکوي چې یا پرې له هېوادونو باج واخلي او یا د نورو هېوادونو پروژې پر مخ یوسي.
یوازې خلیجي او عربي هېوادونه نه دي چې د پاکستان د پوځ د ناسمو تګلارو له امله پکې پاکستاني وګړو ته د ترهګرو په سترګه کتل کیږي، له دې ور هاخوا نور هېوادونه هم شته چې اوس ورته د پاکستانیانو ورتګ ستونزمن شوی، یا ویزې نه ورکوي او یا خو یې په هغه هېواد کې داسې څاري چې فکر کوي هر وخت یې چاودنه کولای شي.
د پاکستان عوام تر بل هر چا په ژوند او په اسلام باندې ښه پوهیږي، خو د پوځ د ناسمو تګلارو له امله چې د انګلیس او امریکا پروژې پلي کوي، ټول عوام بدنام کړي دي، تاسو به د ټرمپ په مشرۍ د امریکا هېواد وروستي ستراتیژي لیدلي وي چې پاکستان پکې څه ډول معرفي شوی دی.
امریکا له نورې نړۍ سره یو ځای درک کړې چې پاکستان د ترهګرو تمویل کوونکی او روزونکی دی او په دې سره غواړي سیمې او نړۍ ته یو ګواښ په څېر وي او د ترهګرۍ د ګواښونو له کبله هر کله هڅه کوي چې خپلې ګټې په سیمه او نړۍ کې خوندي کړي.
پاکستان د یو بد ګاونډي په توګه هم په هندوستان کې اور بل کړی او هم په افغانستان کې، د پاکستان د دې اور لمبې ممکن تر مرکزي اسیا ورسیږي او چین ترې هم په ویره کې دی، خو له بده مرغه د پوځ او استخباراتو له دې پروژو سره چې ترهګري روزي عوام لومړي سر کې بدنام دي.
که څه هم د پاکستان عوام او ملکي حکومت په زیاتوپریکړو ناخبره وي او اجازه هم نه ورکول کیږي چې د پوځ او استخباراتو په تګلارو نیوکه وکړي، خو اوس د دې وخت رارسیدلی چې د پاکستان عوام ځان وژغوري او خپل ملي او اسلامي ارزښتونه چې پوځ غواړي له منځه یې یوسي، عوام یې باید وساتي.
د پاکستان عوام ځکه د پوځ او استخباراتو د پروژو او تګلارو قرباني دي چې د پاکستان په تاریخ کې پوځ هغه ټول اشخاص او ډلې ځپلي چې سر یې راپورته کړی او د ارزښتونو لپاره یې مبارزه کړې.
پاکستان پوځ په خپل دې کار کې تر دې دمه ځکه بریالی دی چې په قومونه، ایالتونه، ګوندونه، ډلې او…. په یو او بل نوم پاشلي او هیڅکله نه شي منسجم کیدلی، که دا نن ټولې ډلې، ګوندونه او قومونه سره یو شي، کولای شي د پوځ او استخباراتو له ناسمو تګلارو ځان وژغوري او د یو پرمختللي پاکستان خاوند شي، داسې پاکستان چې د عوامو ارزښتونه پکې خوندي وي.
دا به ومنو چې پاکستان په وروستیو کې په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه کړي، خو دې پرمختګونو د عوامو په ارزښتونو باندې لوبې کړي او د له منځه تللو سلګۍ وهي.
عوام یواځې هغه وخت ژغورل کیدای شي چې د پاکستان پوځ سره حساب کتاب وکړي، تاریخ هر څه لیکلي او هر څه څاري، پاکستان پوځ د ترهګرۍ د روزنې لپاره څومره امکانات برابر کړي اوڅومره مصارف پرې کوي، د څه لپاره یې کوي او عوام یې ولې دومره بدبخته شوي چې هر هېواد کې ورته د ترهګر په سترګه کتل کیږي.
لیکوال : غازي ځدران

Comments

Leave a Reply