د پاکستان په کراچۍ ښار کې درنه چاودنه شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: ایکسپرس تریبیون نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نن سهار د کراچې په شارع فیصل سیمه کې زوروره چاودنه شوې ده.
خبر زیاتوي چې، رارسیدلې راپورونه ښیې چې چاودنه د سینګاري توکو د تولید په یوه فابریکه کې شوې ده چې له امله یې فابریکې کې اورلګیدلې دې.
سیمه کې پولیس وایې، چې چاودنه ډیره زوروره وه او د ژغورنې ډلې او پولیس سیمې ته رسیدلي دي.
په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې سه شنبې په ورځ لږترلږه څلور پاکستانیان هغه زمان ووژل شو چې سیمینتو فابریکي ته نژدې غوښتل یې چاودیدونکې مواد خنثې کړي ، وژل شویو کسانو کې د رینجرز سرتیري، او د چاودیدونکو توکو ماهر هم شامل وو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply