د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چاودنې ډوه پوځیان وژلي دي

comments 0

4 Views

هندوکش – پاکستان : ایکسپرس تریبیون ویب پاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویب پاڼې خبر له مخې، چاودنه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې شوې چې له امله یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ پیښه تاییده کړې او ویلي دي، چې پوځیانو ته دا مرګ ژوبله د چهارشنبې په ورځ هغه وخت واوښته چې د دوی پر موټر د «دته خېل» په سیمه کې چاودنه وشوه.
پاکستان کې اکثرآ په قبایلي سیمو کې په داسې حال کې چاودنې ترسره کیږي چې د قبایلي سیمو آزادي غوښتونکو لوړ پوړي چارواکو پر وړاندې پراخ لاریونونه په لاري اچولي او وایې چي د قبایلي سیمې خلکو ته په حکومت په یوه نظر نه ګوړې.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments