د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – پاکستان: ناڅرګنده وسله والو د بلوجستان په کوټه کې پر یو موټر ډزې کړي چې له امله یې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکو په وینا یاد شوې برید دکوټې ښار ته څیرمه کوچلاک کې دیوه تیلوپمپ مخې ته شوې ده چي په ویشتلوشو کسانو کې ۳ تنه ځای په ځای وژل شوي او درې نوریې ټپيان دي.
چارواکي زیاتوي ،ټپیان یې دکوټې مرکزې روغتون ته انتقال کړي دي او دپېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ دې چې یاد شوي کسان شیعه مذهب پاکستاني وګړي دي.
تر اوسه ددې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې شیعه مسلمانونو په وړاندې تردې مخکې داسې نور حملې ترسره شوي چې له امله یې ډیر شمیر وژل شوي دي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply