د پاکستان پر پوله ساتو ځواکونو وسله وال برید شوې

comments 0

28 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان معتبره خبری سرچینه ډان نیوز لیکې چې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان پوځ پر پوله ساتو ځواکونو برید شوې چې پایله کې یو سرتیرې وژل شوې دې.
د رسنې په وینا، په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سره په پوله کې وسله والو په پوله ساتو ځواکونو برید وکړ چې وروسته نښته وشوه.
سرچینه زیاتوي، په نښته کې لږ تر لږه یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړ.
د پوځ ویاند ویلي دي چې برید کوونکي د پولې د پورې غاړې نه راغلي وو.
هغه ویلي دي چې د برید کوونکو په برید کې ۲۹ کلن د مردان ولایت اوسیدونکي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په ورته بریدونو کې د پاکستان پوځ ګن شمیر امنیتې ځواکونو وژل شوي چې له امله یې پاکستان پوځ پراخ عملیات په لاره اچولي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments