د پاکستان پر ضد د پښتنو لاریوونه په پراخیدو دي

comments 0

هندوکش – پښتونخوا: دغه لاریونونه چې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد سربېره په خیبر پښتونخوا او ځینو نورو برخو کې دوام لري، لاریون کوونکي د پنجاب حکومت تورنوي چې د پښتنو ضد ګامونه پورته کړي.
په لاریونونو کې زرګونه پښتنو برخه اخیستې او پاکستان کې د نقیب محسود د وژل کېدو عاملینو ته د سزا غوښتنې تر څنګ، پر دغه هېواد غږ کړی چې د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د پاکستان پر ضد دغه لاریون یوه اوونۍ مخکې پیل شو چې د لاریون کوونکو شمېر اوس نږدې شل زرو ته رسېږي او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړی چې تر هغې به اعتراضونه پای نه و نه رسوي چې پاکستان یې غوښتنې نه وي منلي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply