د پاکستان له مدرسو د اسرایلو مبلغین راووتل/ نوید احمد څرک

comments 0

د پاکستان مدرسې چې په اصل کې د استخباراتو له لوري مدیریت کیږي او له دې لارو بیلابیلې پروژې پر مخ وړي، تازه د یوې دینی مدرسې مشر خلیل یاسین پکې اسرایلي راوتلی دی.
قاري خلیل یاسین ، د محمد یاسین زوی چې د پاکستان په فیصل اباد کې دیني مدرسره لري، ورونه او ترونه یې هم دیني کاروبار لري.
خلیل یاسین اوس مهال د اعتراض خیمه لګولې او له پاکستان حکومت یې غوښتی چې له اسرایلو سره اړیکې لا پراخه کړي.
د دې مدرسې په اړه ویل کیږي چې د دینی علومو دا مرکز په ښکاره مدرسه وه، خو په پټه د اسرایلو یوه ځانګړې اداره وه چې یهودیت ته یې خلک جذب کول.
دا یوه بیلګه ده چې ښکاره شوه او قاري خلیل اعتراف وکړ چې دی له پخوا بې دینه و، خو د اسلام په څېره کې یې د اسرایلو لپاره کار کو.
دا کومه پټه خبره نه ده، قاري خلیل دا مهال د اعتراض خیمه وهلې او له رسنیو سره یې مرکه کې ویلي چې دی بې دینه شوی او غواړي یهودیت ته کار وکړي.
د پاکستان اکثره مدرسې په ښکاره دینی مرکزونه دي، خو په پټه پکې اجنډا او تګلاره د نورو هېوادونو او نورو دینونونو لپاره وی.
داسې هم نه ده چې ګنې د پاکستان استخبارات او حکومت په دې نه دی خبر چې مدرسو کې څه تیریږي، دا هر څه ورته مالوم دي او د هرې ورځې کارګزاري ورته رسیږي.
خو د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات د دې کاروبار له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي او ځان پرې چلوي.
پاکستان د عوایدو هیڅ منبع نه لري چې خپله بودجه پرې پوره کړي، دا هېواد میلیاردونه ډالر قرضداری دی او دا چې داخلي سرچینې نه لري، پسې د دین په کاروبار پیدا کوي.
له بده مرغه چې په اسلام د پاکستان د کاروبار له درکه زیات تاوان افغانان کوي، هر کال زرګونه افغانان په دې دیني مدرسو کې د سخت دریځۍ له مفکورې سره روزل کیږي او بیا افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل کیږي.
تاسو وګورئ، د ترهګرو لوی مشرانو د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کړي دي، له دې سترګې نه شي پټيدلی چې د سخت دریځۍ لومړۍ درجه هېواد پاکستان دی چې سخت دریځې روزي او بیلابیلو هېوادونو ته یې د ترهګرۍ لپاره لیږي.
اصل خبره دا ده چې د دینی زده کړو حاصلوونکي جاهلان دي او ژر په تبلیغاتو باندې تېر وځی، کنه د پاکستان د مدرسو پالیسي اوس په نړۍ کې ښکاره ده چې دا هېواد له دینی مراکزو دا هدف نه لري چي دین پراخه شي، بلکې دا یې یو کاروبار دی او له دې درکه زیاتې پروژې په لاس راوړی.

Comments