د پاکستان شازدافیر احضار شو

comments 0

هندوکش – کابل: د هېواد بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شاژدافیر احضار کړی دی.
له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دپاکستان سفارت چارسمبالي ته د پاکستاني ځواکونو له لورې د توغندیزو بریدونو او افغان غاړې ته د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه یي خپل اعتراض ورسره شریک کړی.
افغان دولت پاکستاني چارسمبالي ته ډاډ ورکړی چې افغان دولت پرته له کوم توپيره د وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي او له پاکستانه یي هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده .
څو ورځې وړاندې لومړی پر ډیورنډ کرښه وسله والو پر پاکساني ځواکونو برید وکړ چې درې پوځیان یي ووژل شول او یو شمېر نور یي ټپيان شول.
وروسته پاکستاني ځواکونو بیا پر افغان خاورې برید وکړ چې یو شمېر کسان شهیدان او مالي زیانونه یي خلکو ته واړول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments