د پاکستان روغتونو کې د طالبانو ځانګړي وارډونه/بریالی ویاړ

comments 0

د پاکستان یو شمېر روغتونونو کې د طالبانو لپاره ځانګړي وارډونه جوړ شوي او په افغانستان کې ټپي شوي طالبانو درملنه پکې کیږي.
دې وارډونو ته عادي ناروغان نه ورپريښودل کیږي او د ټولو هغو کسانو درملنه پکې کیږي چې د افغانستان په جګړو کې ټپي شوي وي.
د دې وارډونو د امنیت او کنټرول مسوولیت د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای ) په غاړه دی او ټپي طالبانو په روغتونو کې د جګړې لا نورو تکتیکونه او نوي ماموریتونه هم ورکوي.
د طالبانو هغه قومندانان چې پېښور کې له ای ایس ای سره مستقیمې اړیکې لري، هغوی یو کمېسیون جوړ کړی او دا کمېسیون دنده لري چې له ډیورنډ کرښې څخه تر پېښور پورې طالب ټپيان د درملنې لپاره ورسوي.
د فقیر احمد په نوم د حقاني شبکې یو قومندان له روغتونو سره د ټپي طالبانو د درملنې پروسه تعقیبوي او دغه راز د ځینو طالب قومندانانو کورنۍ چې پېښور او کویټه کې اوسیږي، د هغوی د کورنیو لپاره هم دې روغتونونو کې درملنه وړیا او په ښه ډول ترسره کیږي.
د طالب وسله والو د درملنې لپاره د پاکستان هر لوی روغتون کې ځانګړی ځای شته او د حقاني شبکې یو ځانګړی استازی دې روغتونونو کې دایمي حضور لري چې ټپیان او ناروغانو ته به وخت رسیده ګي وشي.
د پېښور جرنیالي، یا لیډي ريډنګ روغتون یو له هغو سترو روغتونونو دی چې یو منزل یې په مکمل ډول د طالبانو ټپیانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی دی.
دې روغتون کې یو ډاکټر کیسه کړې چې لوړپوړي طالبانو د خپلو وسله والو پوښتنې ته راځي او په ځانګړو تدابیرو کې د دې روغتون وروستي منزل ته وړل کیږي او هلته روغ شوي طالبان بیا له همدې ځایه رک روغ وځی.
طالبان ضرورت نه لري چې روغتونونو کې واسطه وګوري او یا پيسې ورکړي، د یو ځانګړې پروسې له مخې د روغتونونو لګښتونه د پاکستان استخبارات هره میاشت د طالبانو په لاس روغتونونو ته ورکوی.
افغانستان کې جنګي طالبان یواځې دومره مسوولیت لري چې ټپي طالب، که پنجابی وي، که د پيښور وي او یا افغان وي، له ډيورنډ کرښې هاغاړې ته اړوي.
هاخوا غاړه بیا د ای ایس ای ځانګړي کسان شته چې کارتونه لري، امبولانسونه لري چې ټپيان تر روغتون رسوي او لا کې هیڅ ډول مزاحمت ورته د پاکستان د پولیسو او پوځ له لوري نه کیږي.
یواځې جرنیالي روغتون نه دی چې د ټپي طالبانو درملنه پکې کیږي، د دې تر څنګ نور ستر روغتونونه هم شته چې د طالبانو د درملنې قرارداد لري او منظم ډول دا برنامه له کلونو راهیسې دوام لري.
له همدې د طالبانو او پاکستان اړیکې مالومې کړئ چې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره د طالبانو لپاره څومره خدمات وړاندې کوي.
پاکستان خپلو اتباعو ته روغتیایي خدمات نه شي وړاندې کولی، خو د طالبانو لپاره یې د روغتونونو ځانګړي وارډونه ریزرف کړي او مفته درملنه یې پکې کیږي.
طالب چې یو خرڅ شوی غلام دی، هیڅکله د پاکستان له ګټو نه تیریږي، او د پاکستان د ګټو لپاره ان خپل ورور او پلار هم وژني.

Comments