د پاکستان د کورنيو چارو پر وزير بريد شوی

comments 0

هندوکش – پاکستان: حسن اقبال د نارووال په کنجروړ سيمه کې د خپل ګوند مسلم ليګ ن په يوه غونډه کې د ګډون لپاره تللی و چې يوه کس پرې بريد وکړ.
ځايي پوليسو ويلي، چې دغه غونډه د احسن اقبال له پلرني کلي سره نژدې وه.
د ځايي پوليسو يوه مشر شهباز احمد ويلي، کله چې د احسن اقبال غونډه پای ته ورسېده، يوه کس پرې ډزې وکړې چې له امله يې نوموړی ټپي شو.
له بريد وروسته احسن اقبال د نارووال روغتون ته ولېږدول شو.
د احسن اقبال زوی يوه ځايي تلويزيون ته ويلي، د پلار روغتیايي حالت يې له اندېښنې وتلی او اوس په هوښ کې دی. نوموړي ويلي ډېر ژر به احسن اقبال لاهور ته ولېږدول شي.
دادان وزیري

Comments