د پاکستان د فوټبال لوبډلې باندې بندیز ولګید

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د فوټبال فدراسيون په تېرو ټاکنو کې د سياسي مداخلې له امله فيفا د دغه هېواد په فوټبال بنديز ولګو.
فيفا د 2015 میلادي کال په ټاکنو کې د فيصل صالح حيات غوره کېدل د سياسي مداخلې پايله ګڼلې نو ځکه يې د دغه هېواد په سياليو او غړيتوب بنديز ولګو.
اوس د دغې قضيې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه کار کوي خو تر هغې چې د محکمې پايلې نه وي اعلان شوي د پاکستان ملي لوبډله او کلپونه سيالۍ نشي کولای.
د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې له 2015 میلادي کال راهېسې هېڅ کومه نړيواله لوبه نه ده کړې او د نړيوالې درجه بندۍ دوه سوم مقام ته راښکته شوې چې دپاکستان د فوټبال تاريخ ترټولو ټېټ مقام دی.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply