د پاکستان دفاع شورا: د جنوري په اوومه، موږ به په هیواد کې د دولت ضد لاریونونه پیل کړو

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان دفاع شورا په نظر کې لري چې د جنوري په اومه پاکستان پر وړاندې لاریون په لاره واچوي چې د لاریون علت بیت المقدس په اړه د پاکستان دریځ په ډاګه شوې دې.
تریبیون خبري ویب سایت نه په خپور شوي خبر کې راغلي، دغه پړیکړه د جمعیت العلما غړي مولونا یوسف شاه لخوا په یوه بیړنې غونډې کې نیول شوې دې.
مولانا یوسف شاه رسنیو ته ویلي، پاکستان ددې پرځاې چې د دونالد تړمپ وروستیو څرګندونو پر وړاندې خپل دریځ په داګه کړي نورو مسایلو کې لاس وهنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، د جمیعت العلما شورا رهبري د پاکستان دغه بزډلانه کړني محکوموي او د ترهګرو پر وړاندې په مبارزې کې د پاکستان ضعیف موقف غندي.
د نوموړي په وینا لاریون به له پیښوره پیل او تر اسلام آباد به ادامه پیدا کړي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply