د پاکستان حکومت تېرو ۱۵ میاشتو کې ۲۶۶۰ میلیارده کلدارې قرض اخیستی!

comments 0

155 Views

هندوکش ــ پاکستان: د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې ۲۶۶۰ میلیارده کلدارې قرض اخیستی.
د پاکستان د مالیې وزارت په یو خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دمګړي د یاد هېواد بهرنی پور ۷۹.۹ ملیارده ډالر او د داخلي پور اندازه یې ۲۳۳۹۲ ملیارده کالدارو ته رسیږي.
پاکستان اوس مهال له نړیوال بانک څخه۱۶.۱۸ میلیارده امریکايي ډالر اخیستي او په پام کې لري، چې له یاد بانک څخه نور پورونه هم واخلي.
راپور زیاتوي، چې پاکستان له نړیوال بانک سربېره له اسيا پراختیايي بانک څخه هم۱۲.۷۴ ملیارده او د پاریس کلب څخه ۱۰.۹۲ ملیارده ډالره قرضداری دی.
بل پلو بیا ځینې پاکستاني اقتصاد پوهان وايي، چې پاکستان حکومت په تېرو دوه نیمو کلنو کې دومره قرضونه اخیستي، چې بېرته خلاصول به یې د غه حکومت سوال ته مجبور کړي.
باید یاده شي، چې څو ځله د عمران خان حکومت پر وړاندې اپوزیسونونو هم لاریونونه کړي وو او له نوموړي یې د استعفا غوښتنه کړې وه.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments