د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم خرابې شوي

comments 0

د پاکستان او امریکا اړیکې له جدي ستونزو سره مخ دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري وروستي پړاو ته رسیدلې ده.
د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د یوه فکري مرکز کارپوهان وايي؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډيرې خرابې شوې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په درې ورځني رسمي سفر امریکا ته تللی چې د دوه اړخیزو د اړیکو په اړه خبرې وکړي.
خواجه آصف په دغه سفر کې له خپل امریکايي سیال ټيلرسن سره کتلي او په پام کې ده چې د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار مک ماسټر سره هم وګوري.
خواجه غواړي له دغو لیدنو او خبرو اترو سره د امریکا پر وړاندې خپل بایللی باور را ژوندی کړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply