د پاکستان او افغانستان حکوم هوکړه: د تورخم او سپین بولدک لارې به د ترانزیت لپاره په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي

comments 0

هندوکش ـــ پاکستان: د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له خاورې یې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانتینرو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې د روانې اپرېل میاشتې له لسمې نېټې پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لارې به په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي.
نوموړې وایي، دا ګام یې د افغان حکومت په غوښتنه او د کورونا وېروس نړیوالې وبا په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره د مرستې په موخه اخیستی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان حکومت د دې پرېکړې پخلی کړی او مننه یې ترې کړې ده.
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي‌ کې اعلان وکړ چې د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله به له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مساپرو او ترانزیت پر مخ تړي.
د تېرې دوشنبې پر ورځ پاکستان د مساپر لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستلې او په تېرو ۳ ورځو کې زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.
فروزان سیرت

Comments