د پاکستان اصلي څېره په بربنډیدو ده !

comments 0

لیکوال : سید عبدالله پاچا
له هغې ورځې چې پنجاب افغانستان ته مخه کړې او افغانان خپلو منځو کې سره ورانوي او پر یو بل بریدونه کوي، له همغې ورځې پاکستان زیاتې پيسې لاس ته راوړي او له دې درکه یې اسلام اباد، پنجاب او سند پرې اباد کړل.
پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له درکه چې په افغانستان کې یې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پروړاندې جنګوي، زیاتې پيسې لاسته راوړي، لکه د امریکا ولسمشر چې وویل چې ۳۳ میلیارده ډالر یې په پنځلس کالو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ترلاسه کړي، خو په بدل کې یې یواځې د امریکا مشران تېر ایستلي او امریکایانو ته یې د احمقانو فکر کړی.
دا خبرې په پاکستان بدې لګیدلي، ځکه پاکستان وایي چې د ترهګرۍ قرباني دی او په خپله خاوره کې د ترهګرو له پټنځایونو او ملاتړ منکر دی، پاکستان په دې نیت دی چې نړۍ دې پيسې ورکړي، خو د ترهګرو په ملاتړ دې نه تورنوي.
پاکستان چې له کلونو راهسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د امریکا په ګډون له یوشمېر هېوادونو پيسې اخلي، د همدې پيسو په یوه برخه ترهګر تمویلوي او له دې درکه د نورو پيسو په لټه کې و او دي.
اوس چې ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره په هر څه پوه شوې، پر پاکستان یې د مرستو لړۍ راټيټه کړې او په مشروط ډول پيسې ورکوي، دا کار به د دې لامل شي چې پاکستان به په نړۍ کې هېوادونه وپيژني چې یو ترهګر هېواد دی او د ترهګرۍ د تمویل له درکه په لاس راغلو پيسو باندې خپل اقتصاد برابروي او بیا رغونه پرې کوي.
پاکستان ته د ټرمپ خبرداري او د پاکستان اصلي څېرې په ډاګه کولو د پاکستان ټول چارواکي غوصه کړي او دا خبرې د ځان لپاره سپکاوی بولي، ځکه پاکستان وایي چې خپله د ترهګرۍ قرباني دی او د افغانستان په جګړه کې ترهګرې ډلې په دوی پورې اړه نه لري.
له دې فصل څو فصله وړاندې پخواني پاکستاني چارواکو بیا اعتراف کړی چې د خپلو ګټو لپاره یې طالبان راپورته کړل او تمویل یې کړل چې هر کله په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي کړي او هيڅکله له ګواښ سره مخ نه شي.
د پاکستان پخوانی دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف په خپل کتاب (د اور په لیکه) کې لیکلي چې طالبان یې د دې لپاره بیا راپورته او قوي کړل چې په افغانستان کې یې د هند له نفوذ ویره درلوده.
دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز اعتراف کړی و چې په پاکستان کې به هغه طالبانو پورې کار و نه لري چې په افغانستان کې جګړه کوي، عزیز هغه ترهګر بد بللي و چې په پاکستان کې جګړه کوي او هغه ترهګر یې ښه بللي و چې په افغانستان کې جګړه کوي او پاکستان ته ګواښ نه دی.
د دې تر څنګ اسامه بن لادن د پاکستان ایبټ اباد، ملا عمر په کراچۍ ښار او ملا منصور په کویټه کې ووژل شول چې دا د پاکستان لپاره ښکاره ثبوتونه دي چې طالبان د پاکستان زیږنده ده او پاکستان یې خپله غیږ کې د افغانستان د ورانولو لپاره ساتي.
پاکستان له دې ټولو سره بیا هم په سپین سترګۍ د ترهګرو له ملاتړ او تمویل منکریږي، خو د نړۍ هېوادونه اوس هوښیار شوي او د پاکستان نیت یې په تېرو څو کلونو کې مالوم کړ چې د ترهګرو مور ده او د دې هېواد شتون او تګلارې د ټولې سیمې لپاره ګواښ دی چې باید مخه یې ونیول شي.

Comments

Leave a Reply