د پاکستاني پوځ ښخ شوي ماينونه د قبایلو د نسل وژنې نوې پروژه

comments 0

هندوکش ـ وزیرستان: په قبایلي سیمو کې پاکستان ددې لپاره چې د قبايلي ولسونو شته جوړښتونه او اقتصاد له منځه يوسي د ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو په پلمه نه يوازې په زرګونو کورنۍ افغانستان او د مقبوضه پښتونخواه ځينو نورو سیمو ته د کډې کولو لپاره اړې کړې بلکه د يادو ولسونو ډيرې سيمې يي هم په ماينونو فرش کړي دي.

اوس اوس په پاکستان کې يو څيړنيز مرکز د قبايلي ولسونو پر ژوند په کړې څيړنه کې ويلي دي چې پاکستاني پوځ او ترهګرو ډلو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی ملاتړ له ځان سره لري په زرګونو کلي او نورې سيمې په ماينونو پوښلي دي چې هره ورځ پکې له خلکو ژوند اخلي.

د فاټا ريسرچ مرکز ويلي دي چې په تیرو دريو میاشتو کې ۶۵ پيښې ثبت شوي دي چې قبايل د هغو ماينونو قرباني شوي کوم چې پاکستاني پوځ ښخ کړي دي.

دوی ويلي دي چې ددې ترڅنګ په قبايلي سیمو کې سل داسې  ترهګريزې پيښې هم شوي دي چې قربانيان يي ملکي وګړي دي.

دوی په مشخص ډول ويلي دي:« تر طالبانو او ترهګرو قبایلي ولس ته ستر خطر د پاکستاني پوځ له لوري په هر ځای کې ښخ شوي ماينونه دي.»

بلخوا په قبايلو کې يو قومي مشر چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي له هندوکش سره ددې څيړنې په تړاو وويل:« دا څيړنه اوس هم د آی اس آی له ډاره په ډيرو برخو کې سانسور شوې په څيړنه کې نه دي ويل شوي چې پاکستاني پوځ دا بمونه په کرنیزو، غرنیو سيمو، عامه ځايونو او ان ښونځيو او جوماتونو کې ځای پر ځای کړي دي.»

نوموړی زياتوي:«زه ددې څيړنې يوازې ګډونوال نه بلکه د ډيرو پوښتن پاڼو ډکونکی او د خلکو خبرونکی ووم اوس مې چې راپور ولید ډير تاسف مې وکړ ځکه دلته د قبايلي ولس پر ژوند باندې د پاکستاني پوځ روان افسانوي وحشتونه هره شيبه تر سانسور لاندې دي.»

ياد قومي مشر وايي چې پاکستانی پوځ غواړي واحد ملتونه سره بیل کړي نو د همدې په خاطر خو يي په قبايلي سمیو کې د لسګونو ترهګرو ډلو د کوربه توب په لړ کې يو لوري ته دا سیمه له ماينونو ډکه کړه او بل لوري ته يي د ډيورند فرضي کرښې ته څيرمه د اغزن تار د غځولو په لړ کې د ملتونو تر منځ د بیلوالي هڅه وکړه.

مستعار نومې سنا مسيد چې په پيښور کې له يوې رسنۍ سره کار کوي هندوکش ته وويل:« دلته هرڅه په ډير دقت څارل کيږي قبايلي سیمو ته زموږ د تګ لپاره زمينه سازي تل آی آس آی کوي، رسنۍ مطلقې د ای اس ای په لاس کې دي او تر ټولو بده يي دا چې دلته د نړۍ والو رسنیو نيږدې ټول استازي او خبريالان يو ډول نه يو ډول د پاکستان د استخباراتي ادارې معاشات او امتيازات اخلي.»

سنا مسيد چې وزیرستان يي په وروستیو کې سفر کړی دی وايي:« ميږ په خپل سفر کې ولیدل چې د پاکستان له نورو سیمو کلونه مخکې د همدې ورځې په خاطر بيځايه شوي پښتانه مشران به د هغو قبايلو په استازيتوب غږيدل چا چې د پاکستان د پوځ د ظلمونو له لاسه خپل کورونه او شته له لاسه ورکړي دي.»

مسيد وايي:« په موږ کې ډير داسې خلک شته دي چې پاکستانی ذهنيت لري د دوی کورونه دلته نشته او بچيان يي زموږ د بچو درد نه احساس کوي خو چې کله د قبایلو په اړه خبره شي بیا نو د آی اس آی په پوځي الوتکو کې وار د مخه واڼې، ټل،شمالي او سويلي وزیرستان ته يو وړل شي په څو ملکانو پيسې و ويشي او د پوځ او استخباراتو په ګټه رسنیو ته داسې ذهنيت ورکوي چې دلته هرڅه سم روان دي.»

مسید زیاته کړه:« که پاکستان قبایل خپل بللی يا يي د خپلیدو امکان وی د ترهګرو دا ننی کوربه توب ولې په سيند،پنجاب او يا کشمير کې نه وي، دا ښکاره خبره ده چې دا ډلې د پښتون ولس د نسل وژنې په پار دلته ساتل شوي دي.»

هندوکش ـ وزیرستان

Comments

Leave a Reply