د پاکستاني طالبانو ویاند: پوځ د پښتنو وژلو ته مجبورولم، ځکه ترې وتښتېدم

comments 0

هندوکش – کابل: د پاکستاني طالبانو یو مخکښ غړی او ددغه ډلې پخوانی ویاند احسان الله احسان وايي پاکستان ورته د پښتنو د وژلو ماموریت سپارلو.
د جماعت الاحرار ډلې پخوانی ویاند وایي کله چې د پاکستان حکومت ونیو، نو بېرته یې ازاد کړ او په پېښور کې یې دفتر ورکړ.
دی وایي پاکستاني حکومت ترې وغوښتل چې د یوې وژونکې ډلې مشري وکړي چې په بدل کې به یې پاکستان دده قضیې ختموي او مالي مرستې به ورسره کوي.
احسان وایي پاکستاني پوځ یو لېست ورکړ چې له مخې یې باید په لېست کې شامل کسان وژل شوي وای.
هغه وایي په دې لېست کې تر ډېره پښتانه قومي مشران، پښتانه متخصیصین، مدني فعالان، لیکوالان او ځينې خبریالان شامل وو.
نوموړی وايي له همدې امله له پاکستاني پوځ وتښتېد او د وژونکې ډلې مشري یې و نه منله.
احسان زیاته کړې پاکستانی پوځ او حکومت اوس هم په پوره توان لګیا دی، وژونکې ډلې جوړوي او هڅه کوي پښتانه مشران او فعالان ختم کړي.
دادان وزیري
سرچینه: سپوږمې رادیو

Comments