همايون: ناټو او امریکا دې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون ددې جرګې عمومي ناستې ته ويلي دي چې امریکا باید د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون وویل : “ناتو او امریکا زمونږ ملي حاکمیت او قانون ته په درناوې د عسکرو زیاتوالو په اړه د ولسي جرګې توافق باید لاسته راوړي.
نوموړی زیاته کړه: “تر هغه چې د ولسي جرګې د استازو موافقه نه وي نو د نورو سرتیرو استول د  افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ، د ناټو د دفاع وزيرانو په ناستې کې چې تیره اونۍ ترسره شوې وه هوکره شوې ترڅو ترهګرو ځپلو په موخه افغانستان کې نور سرتیري زیات کړي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply