د پارلمان جنجال پر ځای پاتې دی

comments 0

هندوکش – کابل: د پارلمان جنجال چې تېره اوونۍ پیل شوی و د دې اوونۍ تر پایه هم خلاص نه شو.
د جرګې غړي د رییس په انتخاب سره وران دي او له اوږدو جنجالونو وروسته هم هوکړې ته نه دي رسیدلي.
د چهارشنبې په ورځ یو شمېر وکیلانو غوښتل موقت رییس په څوکۍ کینوي، خو د میررحمان رحماني پلویانو یې مخه نیولې ده.
په دې جنجال کې له لفظي شخړې وروسته فزیکې شخړه هم شوې چې یوه وکیله پکې ژوبله شوې ده.
که څه هم ولسي جرګې د اختر تر څلورمې ورځې رخصتي اعلان کړې وه، خو وکیلان تالار ته راغلي و.
میررحمان رحماني ځان رییس ګڼي چې ټاکنې یې ګټلي، خو نور وکیلان اجازه نه ورکوي او د بیا ځلي ټاکنو غوښتونکي دي.
عبید رادپور

Comments