د پآکستان پوځ غزني کې د پآکستانیانو په وژلو اعتراف وکړ

comments 0

هندوکش- پاکستان : پاکستان ته له غزني وروړل شوي جسدونه او ټپیان د جګړې قربانیان دي.
د پاکستان د پوځ مشر، قمر جاوېد باجوه ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو څخه ملاتړ نه کوي او په کار ده چې پاکستان ته وروړل شوي جسدونو او ټپیانو ته د تروریست خطاب و نه شي.
باجوه ویلي، ډېری پاکستانیان افغانستان کې په سوداګریزو کارونو بوخت دي او له افغانانو سره په ګډه وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په تړاو له پاکستان د وضاحت غوښتنه کړې.
د خیبرپښتونخوا ګوندونه له پاکستان غواړي چې د طالبانو د جسدونو د ویډیو په اړه وضاحت ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپرې شوې چې پاکستانیان په ځانګړې ډول پاکستاني پوځیان په غزني کې وژل شوي.
دادان وزیری

Comments