د ټرمپ اداره له طالبانو سره د خبرو په لټه کې ده

comments 0

هندوکش – امریکا: د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده چې څنګه کېدای شي ډېر ژر له طالبانو سره خبرې پیل شي.
وال سټریټ ژورنال په خپله مقاله کې لیکلي چې پر وسله والو طالبانو د فشار سره سره ټرمپ هڅه کوي چې ژر له طالبانو سره خبرې پیل شي.
د وال سټریټ ژورنال په خبره، د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس داسې مهال کابل ته سفر وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې مخته وړونکو افغان او امریکایي چارواکو په لیکو کې ګډوډي ده.
ورځپاڼې دغه راز د افغان ولسمشر د ملي امنیت شورا مشاور حنیف اتمر استعفاء ته هم اشاره کړې چې د حکومت له مشرتابه سره د پالیسو او نظریاتو د اختلاف له امله یې خپله دنده پرېښوده.
فکور نعیمي

Comments