د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوي کسان اعلان شول

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ۱۴مخکښ نوماندان اعلان شول.

تیره شپه د ۸۴ کسانو له ډلې ۱۴ یې زیاتې رایې ترلاسه کړې وې چې نومونه یې په ډاګه شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مالوماتو له مخې د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو له ډلې ۱۷ یې حاضر وو.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره په ټوله کې ۸۴ کسان نوماند وو چې ۶۹ یې د سیاسي ګوندونو او ۱۵یې د ټاکنیزو مدني ټولنو لخوا معرفي شوي وو.

په ‌دغه کسانو کې څلور تنه یې د دوکتورا، ۲۵ تنه یې د ماسټرۍ او ۵۵ تنه یې د لېسانس سند تر کچې وو.

په دوی کې ۳۷ پښتانه، ۳۱ تاجک، ۱۱ هزاره، ۴ ترکمن، درې ازبک او يو پشه‌یي نوماند وو.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments