د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د استېناف غوښتنې په شکایتونو به ډېر ژر د پریکړو لړۍ پیل کړو

comments 0

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په دوه درې ورځو کې به د استېناف غوښتنې په شکایتونو د پریکړو لړۍ پیل کړي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به د استېناف غوښتنې پړاو د شکایتونو ډلبندي پای ته ورسېږي او پریکړو ته به چمتو شي.
د دغه کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وویل، اوسمهال شکایتونه ډلبندي کېږي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
هغه زیاته کړه: “تراوسه د شکایتونو په مرکزي کمېسیون کې د استېناف غوښتنې د شکایتونو د ډلبندۍ لړۍ روانه ده، چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې به پرېکړو ته چمتو شي او دوه درې ورځو کې به د پریکړو لړۍ هم پيل کړوو.”
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په ۲۹ ولایتونو کې ۶۲۹۲ د استېناف غوښتنې شکایتونه ثبت شوي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې په مرکزي کمېسیون کې د ډلبندۍ چارې پیل شوې.
د ټاکنو له قانون سره سم باید دغو شکایتونو ته په پنځلس ورځو کې رسېدونه وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وايي، چې ډېری شکایتونو د ۳۰۰ سوه زره رایو په اړه دي، هغه رایې چې ثبات او همپالنه انتخاباتي ډله یې نا معتبرې ګني خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون معتبرې ګڼلې دي.

Comments