د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: ښارونه ککړول او ښاریان ځورول ټاکنیزه سرغړونه ده

comments 0

هندوکش – کابل: د خلکو پر شخصي ملکیتونو د انځورونو لګول انتخاباتي سرغړونه ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن په خبري کنفرانس کې نوماندانو ته د ټاکنیزو سرغړونو په اړه خبرداری ورکړ.
دغه کمیسیون، د نوماندانونو له لوري د سرېښ لرونکو انځورونو کارول، پر شخصي ملکیتونو د خپلو تبلیغاتو لګول، د ښار ککړول، یو بل ته سپکاوی کول، ملي ګټو ته زیان رسول، له بهرنیانو سره اړیکه لرل، له بهرنیانو مالي او یا بل ملاتړ خپلول، ښاریانو ته ستونزې جوړول، کمپاینونو کې د ګډون لپاره ددوی مجبورول او دې ته ورته مسایل ټاکنیزې سرغړونې بللې دي.
کمیسیون همدا راز پر خلکو غږ وکړ، چې له سرغړوونکو نوماندانو دوی ته شکایت وکړي او په دې توګه ورسره مرسته وکړي چې له دغه ډول نوماندانو سره د قانون موادو ته په کتو چلند وشي.
کمیسیون پر نوماندانو بیا هم غږ وکړ، چې خپل ښارونه دې نه ککړوي او برعکس دې د ښار په ښکلا او پاکۍ کې برخه واخلي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې په دوو ورځو کې د هېواد د ټولو ښارونو بڼه اوښتې ده او نوماندانو لارې کوڅې په خپلو انځورونو، تبیلغاتو او شعارونو پوښلې دي.
د نوماندانو دا کار د ښاریانو له توندو نیوکو سره هم مخ شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments