د ټاکنو کمیسیون د پکتیا د ولسي جرګې وروستي پایلې اعلان کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمیسیون د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي کسان اعلان کړل.
د ټاکنو کمیسیون د اعلان پر بنسټ محمد ابراهیم غښتلی، ډاکټر یاربازخان حمیدي، نصیب مقبل، سید حسن ګردېزی او راضیه سعادت منګل هغه کسان دي چې له پکتیا څخه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ولایت لومړنۍ پایلې هم لغوه اعلان کړې او ويې ویل چې د دې ولایت رايې به د درېیم ځل لپاره له سره شمېري.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال په تله میاشت کې وشوې، خو لا يې هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې.
اشرف غني له دوه میاشتنیو تړلو دروازو وروسته د پارلمان اوولسمه دوره پرانیسته، خو د پکتیا له یادولو پرته يې د کابل د استازیو په نشتون د خواشيني اظهار وکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments