د ټاکنو کميسيون مخې ته له وروستي لیسته د لرې شویو وکيلانو خيمې ټولې شوې

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د يو شمېر زور واکو نوماند وکيلانو هغه خيمې چې د ټاکنو کمیسيون مخې ته يي درولې وې او غوښتل يي په زوره د ټاکنیزو شکايتونو وروستۍ پريکړه د ځان په اړه بدله کړي د پولیسو له لوري ټوله شوه.

د کابل امنيه قومندان داوود امين په سیمه کې خبريالانو ته وويل چې ملي ځواکونه به کله هم د ملي پروسې پر وړاندې د چا زور او يا فشار ته تسلیم نشي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی به په څو نورو ولايتونو کې هم د هغو وکیلانو خيمې چې په غصب، قاچاق او نورو ناقانونه کړنو کې د ښکيلتيا له امله د نوماندانو له وروستي ليست څخه ويستل شوي دي لرې شي.

ياده دې وي چې د ټاکنیزو شکايتونو کمیسيون د هغو نوماندانو نومونه چې په ناقانونه کړنو کې ښکيل وو او هم يي ناقانونه ډلې ډلې وسله وال لرل د نوماندانو له وروستي لیست څخه لرې کړي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments