هندوکش – کابل : افغانستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو استازو له حکومت غوښتنه کړي چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې او په خپل وخت ترسره شي .
د افغانستان نږدې ټول ګوندونه کابل کې راټول شوي و او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د ټاکنو په تړاو انديښنې له حکومت سره شریکې کړي او د حل غوښتنه یې کړې.
سیاسي ګوندونو په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ټینګار پردې دی چې په هره ټاکنیزه حوزه کې دې د نوماندانو رایې یو بل ته د لیږد وړ وګرځول شي .
دوي وايي ټاکنو کمیسیون دي د انتخاباتو له پروسې د سیاسي احزابو د څار زمینه برابره کړي .
د ټاکنو کمېسیون بیا ویلي چې تل یې له سیاسي ګوندونو، جریانونو او مدني ټولنو سره ناستې کړي او سلامشورې یې ورسره کړي دي.
د ټاکنو کمېسیون وایي، د سرتاسري او شفافو ټاکنو لپاره به بیا هم له ګوندونو سره سلامشورو ته دوام ورکړي او دوی ته به زمینه برابره کړي چې له ټاکنو څارنه وکړي.
عبیدرادپور
د ټاکنو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنه

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.