د ټاکنو په تړاو انديښنې پر ځای دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه لري چې دا ځل ټاکنې به هم سیاسیون په خپله ګټه راوڅرخوي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او یا د ځان په ګټه راوڅرخوي.

د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ وایي، سیاسیونو او زورواکو له اوسه هڅې پیل کړي چې خپل کسان په کمیسیون کې ورشامل کړي او د تېرو انتخاباتو ترخې تجربې بیا تکرار کړي.

خو د ټاکنو کمېسیون رییس بدیع صیاد وایي، ټول چمتووالی یې نیولی چې راتلونکي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترتاسري او له درغلیو پاتې ترسره کړي.

له دې سره د ولسې جرګې غړو د شنبې ورځې غونډه کې ټینګار کړی چې انتخاباتو کمیسیون دې خپل استقلالیت وساتي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان ۲۸مه د پارلماني ټاکنو نیټه اعلان کړې او د ټاکنو د چمتووالي په لړ کې یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تذکرو ویش پيل کړی دی.

Comments