د ټاکنو پایلې او د خلکو هرکلی / نوید احمد څرک

comments 0

بالاخره د ولسمشریزه ټاکنو پایلې له اوږد ځنډ وروسته د خلکو له غوښتنې سره سم اعلان شوې.
د خلکو غوښتنه شفافې ټاکنې وې او ټاکنیزو کمېسیونونو شپږ میاشتې کار وکړ چې یوه شفافه پایله اعلان کړي، داسې پایله چې ټولو ته د منلو وي.
که څه هم د نړۍ زیاتو هېوادونو د ټاکنو پر سر جنجالونه وي او یو اړخ ټاکنې نه مني، خو دا ستونزه دومره ستره نه وي چې اندیښنه ورته وشي او بیا وضعیت وروسته بیرته عادي ډول ته راګرځي.
افغانان د میزان په شپږمه نیټه د رایو مرکزونو ته لاړل او د خپلو خوښې نوماند ته یې رای ورکړه، ټاکنیزو کمېسیونونو ژمنه کړې چې د خلکو رای ورسره امانت دي او هیڅ ډول خیانت به پکې نه کوي.
په دې ټاکنو کې د افغان ځواکونو دنده دا وه چې د خلکو او د رایو مرکزونو امنیت وساتي چې په دې ماموریت کې افغان ځواکونه بریالي یاد شول او په بې طرفۍ سره یې دا پروسه خوندي کړه.
له لومړنیو پایلو له اعلان وروسته شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړل او استناف غوښتنو ته هم رسیده ګي وشوه، بلاخره ټاکنو کمېسیون د شکایتونو کمېسیون د پریکړو د تطبیق راپور برابر کړ او پایلې یې اعلان کړې.
د ټاکنو په پایلو کې اشرف غني تر ټولو زیاتې رای اخیستي او پنځوس جمع یو رای یې پوره کړي او بیا ځلي د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
په ترتیب سره عبدالله عبدالله دویم، حکمتیار دریم او رحمت الله نبیل څلور رای ترلاسه کړي او نږدې ورځو کې به د لوړې مراسم ترسره شي.
افغانستان چې تراوسه لا هم د ټاکنو عصري او په ټکنالوجۍ سمبال سیستم نه لري،د ټاکنو پروسه یې له پیچلتیا او جنجال سره مخ کیږي، خو له نیکه مرغه د هر کال په تیریدو سره افغانان دې برخه کې تجربه ترلاسه کوي او نویو سیستمونو ته لاس رسی پیدا کوي.
که د ۲۰۰۴م کال ټاکنو ته وګورو، ښکاره توپير شته، هغه وخت ټاکنې بهرنیانو مدیریت کولې، خو نن یې افغانان مدیریت کوي، که ۲۰۱۴م کال ټاکنو ته وګورو، هغه وخت د ټاکنو ټوله بودجه بهرنیانو ورکوله، خو اوس د ټاکنو اکثریت بودجه افغان حکومت له خپلې ملي بودجې ورکوي.
نو دا ټولې تجربي او پرمختګونو دي چې د هر کال په تیریدو سره به ستونزه حل شي او افغانان به یو ښه سیستم ته لاس رسی پیدا کړي.
د ټاکنو د پایلو اعلان د خلکو له هرکلي سره مخ دی او تمه شته چې ژر به د حکومت دستګاه ځینې دریدلې برخې بیرته فعال شي.
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې ټاکنو د پآیلو د اعلان ځنډ ځینو برخو باندې سیوری غوړولی و، خو دا موضوع اوس حل کیدونکې ده او ژر ده چې نوی حکومت خپل اصلاحاتو او تشکیل سره برابر او افغانان پرمختګ لوري ته سوق کړي.

Comments