د ټاکنو مهالویش اعلان شو

comments 0

هندوکش: ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو مهالویش اعلان کړ.

د مهالویش له مخې به د اسد میاشتې ۲۳ مه د رای ورکونې نوملړ اعلان کړي او نوماندان کولی شي چې د جوزا میاشتې له ۵مې  تر ۲۲مې نوم لیکنه وکړي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان اته ویشتمه د پارلماني ټاکنو د رای اچونې نیټه اعلان کړې.

 د ټاکنو کمېسیون به د عقرب په ۱۹ د ولسي جرګې لومړني نتایج اعلان کړي او ډاډه دي چې ټاکنې به شفافه وي.

د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یو خبري کنفرانس کې ډاډ وښود چې په پوره توان هڅه کوي چې ټاکنې سرتاسري او له درغلیو پاکې وي.

Comments