د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پيل شوه

comments 0

هندوکش – کابل: په ټول هېواد کې نن دولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو دنوماندانو د نوم لیکنې بهیر پيل شو.
د ټاکنو کمېسیون مشر له دولت، نوماندانو او ولس غوښتنې هم درلودې.
عبدالبدیع صیاد وویل دولت دې د کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی وکړي او نوماندان دې له درغلیو ډډه وکړي.
صیاد وویل چې ولس دې هم د پیسو پرځای هغو نوماندانو ته رایه ورکړي چې په راتلوونکې یي ښه استازولي وکړي.
صیاد غزني د یوې بېلګې په توګه یاد کړ چې ناامني یي ډېره او د ټاکنو بهیر یي ټکنی کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون مشر له خلکو غوښتنه وکړه چې د فساد او درغلیو په مخنیوي کې له کمېسیون سره مرسته وکړي.
د مسوولینو د مالوماتو له مخې تراوسه د ټول هېواد په کچه له درې میلیونه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
دا ځل به بیا هم هر ولایت یوه حوزوي هغه چې خلک پرې توندې نیوکې لري.
خلک غزني او بغلان دوه هغه ولایتونه بولي چې د ځانګړي قوم څخه یو کس هم ولسي جرګې ته لار نه د پیدا کړې او بیا یي د تکرار وېره لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments