د ټاکنو د امنیت لپاره نوی پلان جوړیږي

comments 0

هندوکش – کابل: حکومت هڅه کوي چې په کابل کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو د امنیت خوندیتوب په موخه امنیتي پلان جوړ کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر غني امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې په یوه اوونۍ کې د نوم لیکنې د مرکزونو هر اړخیز امنیتي پلان جوړ کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو له لوري په پکتیا ولایت کې د وسله والو اکمالاتي لارې بندول، هم ستایلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments