د ټاکنو د امنیت لپاره عملیات پيل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه به تر ټاکنو هغه سیمې له مخالفینو پاکې کړي چې اوس یې تر ولکې لاندې دي .
ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړ چې راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره به ډاډمن چاپیریال رامنځ ته کړي چې خلک د رایو صندقونو ته لاړ شي.
د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره تر ټولو لویه ننګونه ناامني بلل کیږي چې سرتاسري ټاکنې یې ناممکنې کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د چمتووالي په لړ کې یې پوځ ته لارښوونه کړې، څو د راتلونکو ټاکنو د مرکزونو او شاوخوا سیمو امنیت ډاډمن کړی.
رادمنش چې کابل کې یې خبري کنفرانس کې خبرې کولې، په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د لسګونو وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت د مالوماتو په اساس، افغان وسله وال پوځ په تیرو څو ورځو کې د ټول هیواد په کچه لسګونه هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې د دولت د وسله والو مخالفینو ګڼ شمیر مرکزونه او وسلې یې له منځه وړي دي .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply