د ټاکنو خپلواک کمیسون: دایکندي کې نارینو په پرتله د ښځو نوم لیکنه ډیره ده

comments 0

هندوکش – کابل: دایکندي کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي چې دغه ولایت کې تر نارینه و ډیرو ښځو نوم لیکنه کړې ده.
د چارواکو په وینا، هغه شمېرې چې د رايې ورکونکو د نوم لیکنې له پیل څخه تر اوسه راټولې شوې دي،ښيي، چې تر اوسه ۸۳ زره په شرایطو برابرو کسانو نوم لیکنه کړې او له ۴۵ زرو څخه ډېرې یې ښځې دي.
په یاد ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست هلاکو انصاري وويل ، سره له دې چې په دغه ولايت کې ډېری ښځې تذکرې نه لري خو د تذکرو له وېش وروسته د نارينه وو په نسبت ډېرو ښځو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
نوموړى د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو له پراخې ونډې اخیستو څخه خوښي څرګندوي او وايي
په دغه ولایت کې يوې ښځينه فعالې مرضيې شفيعي له ټولو خلکو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
ټاکل شوې ده د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په ۲۸مه او د ولسمشرۍ ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره شي.
شاه رسول غزنوي

Comments