د ټاکنو اړوند کمیشنران ممنوع الخروج اعلان شول

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د ولسمشر غني د تازه امر په اساس د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د شکایتو کمیسیون کميشنران ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، نن ولسمشر غني دغه امر د يو کميشنر د هغه غوښتنې وروسته کړی کله يې چې بهر ته ،د تګ غوښتنه کړې ده .
ولسمشر په دغه ليکلي امر کې راغلي چې د ولسي جرګې د پايلو د سرنوشت تر معلومولو پورې هيڅ کميشنر بهر ته د تګ اجازه نه لري.
تر دا مهاله د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان شوي چې خو ډیری نوماندان وایې چې د دوئ په حق کې تیری شوی دی همداراز ولس هم د انتخاباتو کمیسیون پر وروستیو پایلو شکي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې اعلان کړی و چې د ولسي جرګې د پایلو اعلانولو وروسته به په دواړو کمیسیونونو کې تغیرات راشي.
د یادولو ده ولسمشر غني نن سهار سویس هېواد ته تللی دی چې له هغې ځایه یې دا لیکلی امر کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments