د ټاپي پروژه او د طالبانو ماموریت:سيد عبدالله پاچا

comments 0

تازه د ترکمنستان د وزیرانو شورا یو لوړپوړی پلاوی هرات ته راغلی و چې د ټاپي پروژې د لومړنیو کارونو د پيل په تړاو سلا مشورې وکړي.

دې پلاوي باور ښودلې چې که امنیت سم وي،ژر ده چې د ټاپي پروژې کارونه پيل شي او د دې پروژې له لارې به ډیرو افغانانو ته د کارونو تر څنګ زیات ګاز او ملي بودجې ته زیات عواید جمع شوي.

د ټاپي پروژې له ډیزاین او پرانیستې سره سم طالبان د دې پروژې د مسیر په لټه کې شول چې له کومو سیمو تیریږي او څنګه کیدای شي پروړاندې یې خنډونه پيدا کړي.

طالبانو له ایران سره د همغږۍ وروسته د دې پروژې په مسیر باندې جګړو او ناامنیو پیدا کولو او ګواښونو ته کار ویلی او هغه مسیر چې د ټاپې پروژې لپاره ټاکل شوی طالبانو پکې جګړې پيل کړې.

دا به سمه وي چې طالبانو د پاکستان په دستور زیات کارونه کوي، خو له دې هم سترګې نه شي پټيډای چې طالبان کرايي وسله وال دي او هر هېواد چې د خپلو ګټو لپاره پیسې او امکانات ورته برابر کړي، همغه کار کوي.

د ټاپي پروژې پر وړاندې بخیل هېواد اوس ایران دی او طالبان هم له ایران سره مستقیمې اړیکې لري، د طالبانو ځینې مشرانو اوس ایران کې هم پټنځآیونه برابر کړي او د هغه ځای د څارګرې ادارې په دستور افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره کاریږي.

طالب د دې په کیسه کې نه دی چې د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره څومره ګټه لري او د اوږد مهال لپاره څومره کسان په کار کیږي او څومره عواید ملي بودجې ته ځي.

طالب هر هغه کار کوي چې ده ته د جګړې وسایل برابر کړي، ځکه د جګړې پروژې لپاره له طالب بل ښه شرکت او بل ښه کرايي جګړه مار نشته، اوس هر هغه هېواد چې له ټاپې پروژې سره مخالفت کوي، هغه هېواد د طالب لاسنیوی کوي او په دې سره په اسانۍ سره هدف ته رسیدای شي.

طالب اوس د پخوا غوندې هم نه دی چې شرایط وړاندې کړې، ځکه اوس یې جنګې ډلې په هرو سیمو کې خپلسري دي او جنګي ډلې په لږو پیسو ډیر کارونه کوي، افغانان وژني د ملي پروژو مخه نیسي او هر هغه کار کوي چې شخصي ګټه یې پکې وي، ولو کې د هېواد پکې زیات زیان وي.

که چیرې طالبان په خپلو ډلو باور لري او ورباندې یې نفوذ وي، نو بیا خو د دې د دې سترې پروژې پروړاندې خنډونه نه جوړوي، ځکه طالب په فریبانه تبلیغاتو خلک ته وایي چې دوی د ملي ګټو او ملي پروژو پروړاندې خنډونه نه جوړوي، ساتنه یې کوي.

نو بیا ولې د ټاپي پروژې په مسیر باندې یې ګډوډي جوړه کړې، دا کار د دې لپآره کوي چې څنګه کیدای شي د دې پروژې د جوړیدو په مسیر کې باج واخلي، او په دې باج باندې ځان ته ژوند جوړ کړي او د جګړې لپاره امکانات برابر کړي.

Comments

Leave a Reply